IQNA

 د هندوستان په مادیا پردش کې  دمسلمانانو کورونه په کنډوالو بدل شوي

6:37 - June 19, 2024
د خبر لمبر: 3489405
راپورونه ښئ  هندي امنیتی ځواک  ددغه هیواد په مادیا پردیش صوبې کې  له مسلمانانو سره اړونده په لسګونو کورونه په کنډوالو بدل کړي دي.

  ایکنانیوز د الباکستان انټرنیټي سایټ له قوله راپور راکړ،  د هندوستان د مادیا پردیش  صوبې ځاي چارواکو  په یوه افراطي اقدام کې  په دغې صوبې کې  په مانډلا سیمې کې  د هندي مسلمانانو  سره اړونده په لسګونو کورونه ړنګ کړي  دي.

دغه اقدام  له دې وروسته شوی چې  پولیسو  ددغو کورونو په  فریجونو کې د غواګانو غوښه پیدا کړې وه او په همدې دلیل  ځاي چارواکو  له بولډوزرو څخه په استفادې سره  د دغو مسلمانانو دکورنو د ړنګولو  اقدام کړی. داهم وئیل شوي دي چې  دغه مسلمانان   د غواګانو د غوښې  دتجارت له تورونو سره هم مخامخ دي .

په همدې اړه   او دقربانۍ له  اختره یوه ورځ مکخکې زیات شمیر غواګانو او غوڅکي  چې د قربانۍ لپاره بیولل شوي وې ،هم نیول شوي دي. د هندي پولیسو په لاس د مسلمانانو د کورونو ویجاړیداپه سوشل میډیا کې پراخې نیوکې او عکس العملونه  درلودلي  او کارؤنکو وئیلي دي، دغه  شان خپل سري بې عدالتۍ یو عادي  کار  جوړ شوی دی. په حقیقت کې دهند په ځينو نورو صوبو کې هم دغه شان ظلمونه کیږي  او حقیقي اندیښنه هم دا ده چې  ددغو اقداماتو د عدالتی تعقیبونې  هم کوم امکان نشته .

په تیرو څو و رځو کې دا دوهم ځل دی چې په مادیا پردش صوبې کې دغه شان پیښې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4222187

captcha